Banner

ځان ته راشي، که بهر ته سړی لاړ شي/ نوی غزل حيران

03.10.2012 13:20


شرافت اوس د بې وسه خلکو کار دی
اوس نو  خير ته که شر ته سړی لاړشي

ښايي هغه به هم ولړي په وينو
که د ژوند لپاره  لمر ته سړی لاړ شي

نو د چا خلاف جهاد ورته پکار دی
که په دې وخت کې سنګر ته سړی لاړ شي؟

هر وګړی، هر منظر يې نا اشنا شو
اوس نو څنګه پېښور ته سړی لاړ شي

په خپل زړه دې اړولي دي حيرانه
يوه ورځ چرته چکر ته سړی لاړ شي.

محمدحنيف حیران، کابل
۱۲-۰۷-۱۳۹۱

اکبرخان٠اومید٠ 19.12.2012 10:10

ڈیرشکلی شعردی لیکلی ژونددی خووگ شہ گرانہ ورورہ

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 05.10.2012 10:42

حیران صیب په قلم دی برکت شه خو زما په اند دا به ښه وی چی سړی چیرته هم لاړ نشی او کرار کښېنی.<br />

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.